افغان ولس پر مارجه باندي يرغل محکومه وي !
   انجنير سيد عبدالقادر                                                   انجنير سيد عبدالقادر

                                              ۱۴ ـــ ۲ ــــ ۲۰۱۰                            

 دمارجي او نادعلی غريبو ولسونو ته دصلح دجايزي وړونکي له خواه تحفه !

دبشردوينو تږي دمارجي پرخواه روان دي

انسانيت يي ترپښو لاندي دساديزم ليونيان دي

دمارجی پر ماشومانو ، ښځو ، زړو او ځوانانو باندي دشنبي په شپه دشپي پر دوو بجو په داسي وخت کي چه دوي ټوله دژمي په سړه او اوږده شپه کي په خپلوغريبانه کورونو کي په  خوږو خوبونو کي غرق پراته  وه ،اودې خواږه خوبونو  ددوي څخه  ددښمن هر څه هير کړي او ما شومانويي هم  دخپلو وږو اوتږو ميندو په غيږونو کي بياهم دآرامي او خوشحالي احساس کاوه ، داځکه چه دوي لاتر دې وخته دبشريت دوينو تږي په خپلو سترګو نه وه ليدلي ، ځکه ددوي ماشوم توب د دوي څخه دا توان اخستي وو، چه دوي خپل دولس دښمنان درک او وي پيژني ۰ ځکه نود دوي افکار دآرامي په بله دنيا کي ګرځيدل ، ولي په هم دې وخت کښي په نا څاپه ډول دخپلو تاريخي دښمنانوله خواه څخه تر هوايي او زميني سختو بمباردونو لاندي راغلل ، دې وحشيانه  بمباردونو دا ماشومان او ميندي سره جلا، په وينو سره  او کورونه يي په کنډوالو ور تبديل کړل ، ( چه دالړي اوس هم په دواړو ولسواليو کي ادامه لري )  ولي  په دې وخت کښي ددې بي وزلو آواز هيڅ افغاني يا دملګرو ملتونو  چارواکو نه آوريد ، دا ځکه چه په هم دې لحظو کي  ټول افغاني لوړ پوړي چارواکي  دخپلو کورنيو سره يعني  کرزي په لومړي لمبر قصر اونور دولس بشري او اقتصادي  ښکاره دښمنان دشير پور ( شير چور ) په قصرونو کښی ځيني په خوبونو او ځيني  بيا په عيشونو کي غرق پراته وه ، او ډير شمير يي بيا د دې ناورينونوڅخه  لذت هم اخيست  ،داځکه چه دوي په دې ارمان  دي ،  هر څونه چه په دې وطن کښی ديرغلي لښکرو له خواه څخه پر ولس باندي  بشري جنايات تر سره کيږي ، په هم هغه اندازه به  ديرغلي ځواکونو شتون ته نور هم شرايط آماده کيږي ، چه په پايله کي به  ددې تحميلي واکمنانو او جنګ سالارانو نور خالي بکسونه هم په ډالرونو ډک او پر ملي شتمنيو باندي به خپل ناپاکه لاسونه نور هم را ګرځوي ۰ او هم بايد ووايو چه ددي وحشتناکه بريد په درشل او مخکي يو شمير کورنیو د امکاناتو په  لرلوسره يوازي خپل ځانونه ومرکز اونورو سيمو ته رسولي ولي دژوند  نور اړين ټوکي هلته ځيني پاته سول ۰ او بيا به دسنګين او موسي قلا دولسواليو دغريبو خلګو په څير په يوه او بل ځاي کي په سختي خپل ژوند مخ ته بيايي ، لکه دکرزي تر ږيري لاندي دکابل په چاراهي قمبر کي دهم دې ولسواليو نيژدي زر کورني چه ناټويي جنګ ځپلي دي ، او نن دهيڅ نوع انساني امکاناتو لرونکي نه دي ، او په ډيرو سختيو سره خپل ژوند مخ ته بيايي ۰ چه دانو په واقعيت کښي دامريکا او ناټويي يرغلي واکمنانو له پاره دشرم څخه ډک لوي داغ دي ، ولي بيا هم دوي هيڅ نوع انساني شرم او حيا نه لري ۰

ولي زموږ په ګران وطن کښي دې وحشيانه بريدونو او دولس بي ساري مقاومتونو دا ښکاره په ګوته  کړل ، چه دولسونو په مقابل کي دريدل ددې معني لري ، لکه د ډبري سره چه سړي سر وهي ۰ ځکه نو ځيني يرغلي وحشيانه بريدونه ، د ولس دکوچني مقاومت په مقابل کي هم عا جزه پاتيږي ۰  ګر چه دنړي په تاريخ کښی داسي بريدونه په ډيره آماده ګي پيل کيږي ، ولي بياهم دناکامي تاريخي کندي ته لويږي ۰ چه ددې آماده ګيو ښه مثال دمارجي پر ولس باندي دامريکايي او ناټويي قواوو اوسني بي ساري   بريد دي ۰ چه دځينو جمعي رسنيو په حواله دسلو څخه بيا تر څلورو سوو لڅو پښو طالبانو په وړاندي نه  يوازي امريکايي ، ناټويي ۱۵ زره کسيز ه مجهز پوځ ، د۶۰  چورلکو ، يو شمير جيټ الوتکو ،  ډير شمير ټانکونو ، ټوپونو او نورو خفيفو سلاحو په درلودلو سره يو شميرافغاني اردو ، پوليسو اونور امنيتي چا رواکي هم  شموليت لري ۰ او داسي ويل کيږي چه ددې اتو کالو په امريکايي اشغال کښي دطالبانو په وړاندي  دالومړني ستر او په هر اړخيزه مجهزو عصري  بشر وژني سلاحو سمبال بريد دي ۰  چه دا نو په واقعيت کښي ډير دتعجب ځاي دي چه آيا  ددې کوچني ولسوالي نيول کوم ځانګړي اهميت لري؟ آيا ددې ولسوالي دبي ګناه انسانانو وژنه دامريکايي او ناټويي واکمنانو وجدان نه لړزوي ؟  ولي بيا هم دد ې بي ګناه انسانانو دشهادت او اقتصادي جناياتو سره سره په ډيره سپين سترګي سره په افغانستان کي د ميشتو بهرني ځواکونو قومندان ( جنرال  مک کريستل ) په يوه مرکه کښي ويلي دي چه دمارجي عمليات ددوي لپاره يو نوي  امتحان دي ۰

څونه دبشري احساس څخه  ليري څر ګندونه ده  ، چه هلته په مارجه کښي ددوي د وحشيانه بريد په نتيجه کښي پاک او بي ګناه ما شومان ، ښځي ، زاړه او ځوانان په شهادت رسيږي او د دوي د ژوند هر څه ځيني اخستل کيږي ، ولي دي دځان له پاره يو امتحان بولي ۰  او داسي معلو ميږي چه دبريد دساحي دليدلو  څخه داخلي او بهرني ژور نالستانوته دنيژدي اجازه نه ورکول کيږي ، ځکه نو په دې سرخلاصي زندان کي چه ديرغلي ځواکونو له خواه هرڅه بشري او اقتصادي جنايات  تر سره کيږي ، بايد افغانان او نړيوال ځيني خبر نه سي ، دا ځکه چه په انګلستان کي دکارګر ګوند نيژدي ديوي لسيزي دهغه بشري او اقتصادي جناياتو په کولو سره چه په افغانستان او عراق کي تر سره کړي دي ، دخلګوپه ا‌ذهانو کي سخت کوټل سوي دي ۰ ځکه نو ( براون ) غواړي چه دانګليستان په نيژدي ټولټاکنو کي په هلمند کي ددې دوو ولسواليو په نيولو سره دخپل ځان له پاره يو لويه لاس ته راوړنه وبولي ، او دوي فکر کوي چه په دې نوي دجنايت څخه ډکي لوبي باندي  به دي دخپلو خلګو په منځ کي دمحبوبيت فيصدي لوړه بوزي ۰ چه دا نو په واقعيت کي ( خواب است ، مهال است وجنون ) ۰   اوس نو داسي سوال پيدا کيږي ! 

چه  څه سول دبشر دحقوقو جهاني مدافعين چه مرکزونه يي په نيو يارک او لندن کي قرار لري ؟  چه نن دهم  دغو هيوادونو دواکمنانو دحکمونو سره سم په دې وطن کښي داسي ړانده جنګي عمليات مخ ته ځي ، چه وشاته ډيري داسي  بي ساري  بشري او اقتصادي جناياتوڅخه ډکي پيښي پريږدي ،  چه په نړي کښي يي دڅو لسيزوراهيسي مثال نه دي ليدل سوي ، داځکه چه امريکايي او ناټويي ځواکونه د ممنوعه يورانيمي او کيمياوي سلاحو څخه هم استفاده کوي ۰ واقعيت خو دادي چه دزور واکو په وړاندي داقتصادي ملحوظاتو له کبله ټولو دبشري حقوقو ادارو خپلي خولي پټي نيولي ، او پر دې لاس تړلي ولس باندي يي خارجي او داخلي ليوان را خوشي کړي دي ، اودملګرو ملتونو اداره به هم  ددې ولس په وړاندي  دحقوقي محکوميت څخه ليري پاته نه سي ۰

ولي بايد ووايو چه افغان ولس دامريکا دموکراټ جمهورريس څخه دنووبريدونو او جنګونو هيله نه درلو دل ، او په دې فکر کي وه چه داوبا ما په راتګ سره به په افغانستان کي  دجنګ ځاي يوه سرتاسري صلح ونيسي ۰ ولي دافغان دولس دهيلو بر عکس په دې زوريدلي وطن کي جنګونو نور هم شدت وموند ، چه په پايله  کي يي ورځ په ورځ بشري او اقتصادي  جنايت ډيريږي ، او خلک هم نا هيله کيږي ، ځکه نو پر ځاي خبره ده چه :

 دکاناډا دتورنټو سن د۶ــ ۱۲ ــ ۲۰۰۹ په  ورځپاڼه کی يو  پخواني  ژور نالست اوليکوال دخپلي ليکني يوه برخه يي رانقل کړم  او داسي يي  ليکلي دي : 

دادحيراني وړ خبره نه ده چه ډير خفه ډموکراټان اوس اوباما د( جورج بوش دريمه دوره ) بولي ۰

او په آخر کي  بايد ووايو  چه په افغا نستان کي دبوش داحمقانه سياست څخه پاته يرغلي جنګ ،وهغه چلونکي ته ورته دي کوم  چه پر يو طرفه جاده باندي روان وي ، نو هر څونه چه دا چلوونکي مخ ته ځي  په هغه اندازه به ځان دتباهي وکندي ته نيژدي کوي ، نو ښه به يي داوي چه ژر تر ژره وشا تګ ته لاره خلاصه ، او خپل ټا ټوبي ته ځان ورسوي ۰

 

 

     اخځ : افغان جرمن انلاين ۰                                                                                                                                                 ومن الله توفيق


February 21st, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات